د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۱۹۷ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګري نړیوالو مرستو د محترم دفتر (HIA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په غورماچ ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۲,۱۹۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د سروې پړاوونو له ترسره کېدو وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه، همدارنګه ۸۰۰ کورنیو ته چې له دوه کلنۍ کم ماشومان یې درلود، ۱.۵ کیلو پلمپي او ۱,۶۶۲ کورنیو ته چې امیندوارې یا شېدې ورکوونکې ښځې یې درلودې ۳ کیلو غني شوي اوړه هم ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۰۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
