د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۲۰۷ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د دې ولایت د مرکز او الجهاد ولسوالۍ اړوند ۱,۲۰۷ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲,۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال درې میلیونه او پنځه سوه زره او درې سوه (۳,۵۰۰,۳۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
