د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په زاري ولسوالۍ کې د ګبیوني استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره

rahyab
Sat, Dec 06 2025 2:10 PM
news img

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زاري ولسوالۍ د درز په نښلوونکې لاره کې د ګبیوني استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ کړ او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.

دا دیوال د ۱۰۰ متره په اوږدوالي، ۲ متره پلنوالي او ۳ متره په لوړوالی ټولټال د نه سوه اووه نوي زره او پنځه سوه (۹۹۷،۵۰۰) افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. د یادې پروژې موخه د هغې نښلوونکې لارې د غاړو استحکام دی چې ۱۶ کلي د ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي. دا لاره په تېرو کلونو کې د موسمي ورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله هر کال تړل کېده چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې وې. د دی دیوال په جوړېدو سره د لارې د بندېدو ستونزه هواره شوې او د لارې په دواړو غاړو کې د خاورې د خرابېدو مخه هم نیول شوې ده.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

Wed, Nov 26 2025 3:06 PM
Background image

An MoU worth a total of $190,106 was signed between ANDMA and the Kandahar Refugee Organization

Today, on Wednesday morning,  respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Mr. Bashir. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .