له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رها موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

rahyab
Tue, Dec 09 2025 3:03 PM
تصویر خبر

نن ورځ سې‌شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار په خپل کاري دفتر کې د رها موسسې له اجرائیوي رئیس، محمد یوسف حمیدیان سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

محترم عالمیار صاحب وویل، چې له موسسو سره د همکاري په برخه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې پالیسي داسې ده، چې تل هڅه کوي له هغوی سره همکاري وکړي ترڅو د هغوی له لارې خلکو ته زیاتې مرستې ورسول شي. نوموړي روانه پروژه ګټوره وبلله او په خپل وخت د پروژې د پلي کولو غوښتنه یې وکړه.

همدارنګه د یادې موسسې رئیس، محمد یوسف حمیدیان، د پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا یوه څېړنیزه پروژه ده او د پېښو له امله د بې‌ځایه شويو او له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شویو کورنیو د ادغام د څرنګوالي په اړه ده او د څېړنې سیمې یې هم د کابل او هرات ولایتونه ټاکل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د دیارلس زره (۱۳,۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه. د دې تفاهم‌نامې له مخې ټاکل شوې چې یاده موسسه به د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو لپاره د پالیسیو د پیاوړتیا او د دوامدارو حل‌لارو وړاندې کولو په موخه په افغانستان کې څېړنې ترسره کړي او د سروې او مستقیمو مرکو له لارې به په هرات ولایت کې د بېځایه شویو او راستانه شویو وضعیت او اړتیاوې وڅېړي.

د دې څېړنې پایلې به په یوه جامع څېړنیز راپور کې راټولې شي او په کابل کې به په یوه مشورتي ناسته کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره په همکارۍ له ملي بنسټونو، غیر دولتي موسسو او نړیوالو سازمانونو سره شریکې شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .