د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۴۳۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې په مرکز، جوند او قادس ولسوالیو کې، ۲۴۳۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو دال نخود او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
