د پېښو چارو د همغږۍ معین د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

rahyab
Wed, Dec 24 2025 12:18 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند, نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان او د بلخ ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، سمنګان ولایت ته ورسېد. 

په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین، د سمنګان ولایت له والي، محترم الحاج دا ملا محمد شعیب رسالت سره د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي احسان الله احسان په شتون کې وکتل. 

دا ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو او لارښوونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو، د بشردوستانه مرستو د وېش، د ماین پاکۍ او د نشراتي چارو څېړنه او د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل یاده کړه.

هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او د دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلي کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

محترم څارنوال صاحب، د بشري مرستو د یادونې ترڅنګ، له سروې وروسته د طبیعی پېښو له امله زیانمنو شویو ته د دې مرستو پر دقیق او شفاف ډول وېشل هم ټینګار وکړ. 

وروسته محترم والي صاحب، د ښه راغلاست ویلو او زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې د یادې ادارې له هڅو څخه د قدردانی ترڅنګ د دې ولایت زیانمنتیا ته په اشارې سره وویل چې د سمنګان خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.

په پای کې، محترم رسالت صاحب له دې بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د دویمو واحدونو له چارو څخه څارنه او څېړنه د حکومتولۍ یو مهم اصل دی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

په پای کې، د سمنګان ولایت مشرانو، سپین ږیرو او نورو مسؤلینو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مرستو څخه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه، چې دا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر زیانمنونکی دی او د ډېرو بشري مرستو او وقایوي پروژو غوښتونکي شول.

ورپسې، یاد پلاوي د سمنګان ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کاري بهیر یې له نږدې وڅاره. په دې لیدنه کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اسنادونو او فعالیتونو تر ارزونې وروسته یې هغوی ګړندي، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو ته وهڅول. 
 
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دې ریاست کې خپل څارنیز او لارښوونکی بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/٧/۰۳ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .