د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډ ویژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې ۱۳۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د ۲۳۱ ډالرو معادل ۱۵,۲۵۷ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او څلور څلوېښت زره او څلور سوه اته دېرش (۲,۰۴۴,۴۳۸) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
له مرستو برخه منو کورنیو د مرستو د وېش په پار خوښي څرګنده کړه او د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
