د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د دیوه ګل او مزار درو اړوند ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه د ژمنیو وسایلو بسته ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
