د پېښو چارو د انسجام معین د تخار ولایت له مرستیال او سرپرست والي سره وکتل او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارنې او کارکوونکو ته د لارښودنې بهیر یې پیل کړ

rahyab
Sun, Jan 11 2026 3:32 PM
123

 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د فني او تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کړنو د ارزونې، څېړنې او لارښودنې په موخه، تخار ولایت ته سفر وکړ.

یاد سفر په داسې حال کې ترسره شو، چې د پېښو چارو د انسجام معین د اسلامي امارت د فتحې (۲۴ اسد ۱۴۰۰ هـ.ش) څخه تر دې مهال پورې، د لغمان، نورستان، کنړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان‌ وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، کندز او بدخشان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر څارنه ترسره کړې ده.

د دې سفر په پیل کې، د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین د تخار ولایت د مرستیال او سرپرست والي محترم الحاج مولوي محمد نادر حقجو سره، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحمید متوکل او ورسره مل پلاوي په شتون کې وکتل او خبرې یې وکړې. 

ناسته د قرآن عظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین د خپل سفر موخه د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د عمومي وضعیت ارزونه، د اسلامي امارت د عالي مقام د فرامینو، احکامو او هدایاتو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کولو څېړنه، د وقایوي، بېړنیو او انکشافي پروژو ارزونه، د بشري مرستو (خوراکي، غیرخوراکي، نغدي او نورو توکو) د وېش د بهیر تعقیب، د ماین‌پاکۍ چارې، نشراتي فعالیتونه او همدارنګه د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل یاده کړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د خپلو قانوني صلاحیتونو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې، د وقایوي پروژو د پلي کېدو، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو ته د بېړنیو مرستو، د خطرونو د مدیریت او د ټولنو د زیان‌ مننې د کمولو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته ژمنه ده.

محترم حاجي وارث صاحب، همدارنګه د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د بشري مرستو د شفاف، عادلانه او د کره سروې پر بنسټ د وېش پر ارزښت ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې د کارکوونکو د کاري بهیر د څارنې تر څنګ، د هغوی د مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره لازمې لارښوونې وړاندې کېږي او په اړوندو برخو کې روزنیز سمینارونه تنظیم کېږي.

ورپسې، د تخار ولایت مرستیال او سرپرست والي، محترم الحاج محمد نادر حقجو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د بېړنیو بشري مرستو د وېش پر اهمیت ټینګار وکړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه یې وغوښتل، چې له مرستندویه بنسټونو سره د همکارۍ د پراخولو له لارې، د خلکو لپاره د لازمو مرستو زمینه برابره کړي، تر څو هغوی وکولای شي خپل ورځنی ژوند په عادي ډول پر مخ یوسي، او همدارنګه وقایوي پروژې، چک‌ ډیمونه او نورې بنسټیزې پروژې دې پلې کړي.

نوموړي د دې پروسې د پلي کېدو له روان بهیر څخه خوښي څرګنده وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول کړنلاره باید د ټولو دولتي ادارو په رسمي چارو کې عملي شي. محترم حقجو دا اقدام د اجرایوي چارو د ښه‌ والي په لور یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د دې بهیر عملي کېدل کولی شي د ادارو د اړوندو واحدونو ترمنځ همغږي او انسجام لا پیاوړی کړي.

وروسته، د پېښو چارو د انسجام معین د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست کاري بهیر یې له نږدې وڅېړه. په دې لیدنه کې، محترم معین صاحب له کارکوونکو سره وکتل، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اسنادو، فعالیتونو او کاري بهیرونو د ارزونې ترڅنګ یې، کارکوونکي وهڅول چې د دندې د لایحې سره سم دې چټک، پر وخت او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د دې سفر په لړ کې، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د کاري برخو اړوند د مسلکي لارښودنې، څارنې او روزنیزو سمینارونو بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۲۱ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .