له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقروضیتونو د تثبیت کمېټې غونډه ترسره کړه

rahyab
Tue, Jan 13 2026 2:27 PM
123

د مقروضیتونو د تثبیت په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم د پلي کولو په موخه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقروضیتونو د تثبیت کمېټې غونډه د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوی محمد علم عالمیار په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یادې ادارې د قراردادي شرکتونو د پورونو د تثبیت په موخه د اړوندو اسنادو هر اړخیزه څېړنه وشوه او د مالي راپورونو، قراردادونو او تصفیوي اسنادو کره‌والی و ارزول شو. همدارنګه د مقروضیتونو د تثبیت بهیر د اصولو او مقرراتو په رڼا کې وڅېړل شو.

د غونډې ګډونوالو د اسنادو د وروستي کېدو، د پاتې پورونو د کره تثبیت او د قانوني لارو له مخې د حل‌لارې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د کمېټې غړو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو د پورونو د تثبیت بهیر په ټاکلي وخت او منظم ډول بشپړ شي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .