په هلمند ولایت کې څو په لاس جوړ شوي ماینونه کشف او خنثی شول

rahyab
Tue, Jan 20 2026 11:23 AM
123

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ټیمونو د همغږۍ له مخې وکولای شول چې د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې څو په لاس جوړ شوي ماینونه وپېژني او خنثی یې کړي.

یاد ماینونه چې د ښاریانو ژوند ته یې جدي ګواښ پېښ کړی و، د تخنیکي ارزونو له بشپړېدو وروسته او د خوندیتوب د ټولو اصولو په رعایتولو سره په خوندي ډول له منځه یووړل شول. دغه عملیات پرته له هر ډول ځاني تلفات او مالي زیان څخه ترسره شول.

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د تخنیکي ټیمونو له هڅو او د همکارو بنسټونو له همکارۍ څخه د قدردانۍ کولو تر څنګ، له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې له جګړو څخه د پاتې شونو هر ډول چاودېدونکو توکو، ماینونو یا مشکوک شیانو د لیدلو په صورت کې دې، ژر تر ژره له اړوندو ادارو سره اړیکه ونیسي، چې تر څو یې د احتمالي خطرونو مخه ونیول شي.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۰۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .