د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۷ اجباري راستنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Jan 31 2026 11:53 AM
123

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۷ راستنو شویو کورنیو ته چې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه په اجباري ډول اېستل شوې او په یاد ولایت کې ځای پر ځای شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

دا مرستې د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د ولایت مقام او د افغاني سرې میاشتې استازو په شتون کې ووېشل شوې، په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تورچای او یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.

ځايي مسؤلینو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې مرستو موخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو اساسي اړتیاوو ته بېړنۍ رسېدنه او د هغوی د معیشتي ستونزو کمول دي. هغوی ډاډ ورکړ چې د لا زیاتو مرستو د جلب او د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره به هڅې دوام ولري.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .