د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۷۹ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې، ۴ لیټره غوړي او ۷ کیلو بوره ووېشل شوه.
ګټه اخیستونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه خوښي څرګنده کړه او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتونکي شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
