د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آماد ګۍ ریاست ۸۷۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د روژې پروګرامونو ترسرلیک لاندې لړۍ کې د یاد ولایت د مرغاب ولسوالۍ اړوند ۸۷۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۴،۷۴۱،۲۰۰ ( څلور میلیونه او اوه سوه او یو څلویښت زره او دوه سوه ) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
