په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
Sat, Mar 07 2026 1:17 PM
تصویر خبر

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ د DRC مؤسسې د ماین‌پاکۍ تخنیکي ټیم، یو شمېر هغه چاودېدونکي توکي چې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي وو، په دې ولایت کې کشف او په خوندي ډول شنډ کړل.

په دې ناچاوده توکو کې ۴۲ فیره ۸۳ میلي متري مرمۍ، ۶ فیره د دهشکه ۱۲ میلي متري مرمۍ او ۲۳ فیره د زیکویک ۱۴ میلي متري مرمۍ او د ۸۲ ملي متري هاوان دوه مرمۍ شاملې وې، چې د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ د کاریز حکیم کلي له سیمې څخه ترلاسه شوې وې. یاد توکي د سیمه‌ییزو مسؤلینو په همغږۍ او د خوندیتوب د اصولو په بشپړ مراعاتولو سره د مسلکي ټیمونو له خوا شنډ کړل شول.

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین وایي، هغه ناچاوده توکي چې د تېرو جګړو څخه پاتې وي، تل د خلکو د ژوند لپاره، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره، جدي ګواښ ګڼل کېږي. له همدې امله د دې توکو د پېژندنې، راټولولو او پاکولو هڅې په دوامداره توګه روانې دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .