د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۵ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې

rahyab
Wed, Mar 11 2026 11:37 AM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  (Save the children) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښوه سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په اچین، سپین غر، نازیان او شینوارو ولسوالیو کې د ورستۍ جګړې له امله بېځایه شویو ۱۷۵ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې. 

د مرستو په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰،۶۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د مرسته کوونکو کورنیو لپاره یو میلیون او اته سوه او دري شپېته زره او اوه سوه او پنځوس (۱،۸۶۳،۷۵۰) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې. 

د یادونې وړ ده، چې دا مرستې له اړوندو کورنیو سره د هغوی د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوې. 

نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۲ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .