د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۷۸ کیلو اوړه، ۴ کیلو کندزی وریجې، ۱۸ کیلو لوبیا، ۱۴ لیټره غوړي او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
