له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس له لوري ۱۵۲ بې‌ځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

tamim_azimi
Mon, Mar 30 2026 1:40 PM
123

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، چې د ختیځو ولایتونو د بې‌ځایه شویو د وضعیت د مدیریت په موخه یې د یو مسلکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر کړی، هغو ۱۵۲ کورنیو ته چې د وروستیو جګړو له امله د کونړ ولایت او د دغه ولایت له جګړه‌ځپلو ولسوالیو څخه بې‌ځایه شوې دي، له سروې وروسته د همکارو بنسټونو له لوري برابرې شوې نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 

د مرستو د وېش پر مهال، محترم ترابي صاحب وویل چې دا اداره د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره ښې کاري اړیکې لري او دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې ورسره همکاري کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې نن هم د IOM دفتر او د PUAMI  مؤسسې له لارې ۱۵۲ بې‌ځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې وېشل کېږي.

 
ورپسې، د IOM دفتر د ختیځ زون مسؤل، سرفراز څرګند، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له همکاریو مننه وکړه او د مرستو د وېش پروګرام په اړه یې معلومات وړاندې کړل، او همدارنګه یې په ورته حالاتو کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې  په دی توزیع کی د IOM   له لارې ۲۲ کورنیو هرې یوې ته ۸۵۰۰ افغانۍ او ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۳ تختې کمپلې، د پخلنځي یوه بسته (چې ۲۹ قلمه توکي پکې شامل دي)، یو عدد سولري څراغ ،  یوه تخته فرش او یو عدد جارو   ورکړل شول. همدارنګه، د PUAMI مؤسسې له لوري ۱۵۲ کورنیو هرې یوې ته یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه.

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د IOM دفتر او د PUAMI مؤسسې څخه مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .