په فراه ولایت کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې د ماین پاکۍ څانګې په تخنیکي همکارۍ، د ټانک ضد ماینونه او بېلابېلې مرمۍ کشف او په خوندي ډول خنثی کړې.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو غوښتنه وکړه چې که له شکمنو توکو سره مخ شي، له نږدې کېدو څخه دې ډډه وکړي او د موضوع په اړه دې اړوندو ادارو ته راپور ورکړي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
