د پېښو چارو د انسجام معین په شتون کې د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د هغو ډبرو چې د ښویېدو امکان یې شتون درلود سروې شوه

rahyab
Sun, May 03 2026 5:09 PM
image

نن سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، په داسې حال کې چې د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم الحاج مولوي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، مولوي محمد حنیف همدرد، او یو تخنیکي، مسلکي او تجربه لرونکي ټیم، چې د څېړنې او مطالعاتو آمر، محمد مجتبی افضلي، د پېښو د تحلیل او ارزونې کارپوه، انجنیر الله داد قرلق، د پېښو خطرونو د مخنیوي او د اغېزو کمولو کارپوه، انجنیر جلال‌الدین جمالي، د اطلاعاتو عمومي مدیر، عبدالسمیع ضربي، د کمرې عمومي مدیر روشان او کمره‌مین عبدالصمیم نوري پکې شامل وو، د محترم معین صاحب ملتیا یې کوله، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې دویم ګذر د شهدای صالحین د غره سیمې ته ولاړ او د هغه په شتون کې د هغو لویو ډبرو سروې وشوه، چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی و.

د پېښو چارو د انسجام معین د سیمې له خلکو او د یوې پېښې له امله د یو شهید او یو ټپي له کورنیو سره ولیدل، هغوی ته یې دعا وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت، په ځانګړي ډول له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره د همدې ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ، ځان د هغوی په غم کې شریک ګڼي. نوموړي د هغو ډبرو د ویجاړولو پر بهیر هم خبرې وکړې چې په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د خلکو ژوند ګواښي، او قراردادي شرکتونو ته یې لارښوونه وکړه چې د ډبرو د ویجاړولو پر مهال دې هڅه وکړي، چې د سیمې خلکو ته زیان ونه رسېږي. همدارنګه له خلکو یې وغوښتل چې په دې سیمه کې له مسؤلو کارکوونکو سره همکاري وکړي.

همدارنګه، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې نن ورځ له یو مسلکي، تخنیکي او تجربه لرونکي ټیم سره د پېښو چارو د انسجام معین په مشرۍ دې سیمې ته راغلي ترڅو د هغو ډبرو له خطر څخه د سیمې د خوندي کولو بهیر پیل کړي چې د خلکو ژوند ګواښي. هغه زیاته کړه چې په هر ځای کې چې دا ډول خطرونه موجود وي، دوی چمتو دي چې له منځه یې یوسي. د هغه په وینا، اوس مهال ۱۱ ډبرې چې ټولیز حجم یې ۱۴۱.۶۴۷ متر مکعب ته رسېږي، سروې شوې دي او ژر به یې د له منځه وړلو چارې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په همدې سیمه کې پر یو هستوګنیز کور د یوې ډبرې د ښویېدو له امله یو ماشوم شهید، یو کس ټپي او کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی و.

په همدې حال کې، د سیمې د خلکو استازو وویل چې څو کورونه د دې ډبرو تر ګواښ لاندې وو، خو اوس د هغوی د خوندي کولو بهیر پیل شوی چې دوی یې ستاینه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د دې ډول ډبرو د ویجاړولو چارې په پلان شوي او منظم ډول په کابل ښار او د هېواد په نورو ولایتونو کې دوام لري، ګران هېوادوال دې خبر وي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .