د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په کوهستان، ګرزیوان، پشتون کوټ او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۴۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلويي غنم، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي وریجې، ۷ کیلو بوره، ۱ باب خیمه، ۳ تختې کمپلې، ۱ تخته ترپال، ۴متره نارینه ټوکر، ۱ جوړ نارینه بوټونه، ۱ عدد د اوبو سطل، ۱ عدد د اوبو جګ او ۱ سیټ پلاستیکي لوښي ووېشل شول
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
