د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او RRDPO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په مرکز مهترلام او علیشنګ، علینګار، قرغهیی، بادپښ، دولتشاه او فراشغان ولسواليو کې ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
