د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ACTED موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د خنجان، پلخمري، بغلان مرکزي، دهنه غوري، دند غوري، پلحصار، جلگه، ده صلاح او برکه ولسوالیو اړوند ۴۱۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې ۲۴۷ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۹۷ افغانۍ او ۱۷۱ نورو کورنیو هرې یوې ته ۱۳۱۷۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول څلور میلیونه او نه لکه او یو شپېته زره او شپږ سوه او شپېته (۴٫۹۶۱٫۶۶۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او ACTED موسسې څخه د مرستو د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
