د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۵ کیلو بوره، دوه صندوقونه او دوه لاسي څراغونه ووېشل شول.
