په افغانستان کې د جینوا کال موسسې عمومي رییس سره د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال لیدنه

rahyab
Thu, Mar 10 2022 3:34 PM
News

کابل- د کب ۱۹مه ۱۴۰۰
محترم مولوي شرف الدین مسلم د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، نن سهار له مېرمن فریانه فدایي په افغانستان کې د جینوا کال موسسې عمومي رییس سره د دې وزارت په انګړ کې ولیدل او پر ګډو کاري پلانونو یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، لومړۍ په افغانستان کې د جینوا کال موسسې عمومي رییس، د دې موسسې د کړنو او پروګرامونو په اړه وویل چې جینوا کال یو بشردوستانه سازمان ده چې په بېلابېلو ټولنو کې په وسله والو نښتو کې د غیرنظامیانو د ساتلو لپاره کار کوي.
هغې زیاته کړه چې د غیر دولتي وسله والو ډلو لخوا د جګړې حقونو ته درناوي کولو او د ځان د دفاع لپاره د ځایی ټولنو د هڅو څخه ملاتړ کوي.
مېرمن فدایي وویل چې دې موسسې په کابل، ننګرهار، کونړ، کندهار او بامیان ولایتونو کې پر دغو موخو باندې په تمرکز سره فعالیت کړئ او هڅه کوي چې دغه پروګرام تر نورو ولایتونو پورې وغځوي.
ورته مهال د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، دې وزارت ته د راتګ او په افغانستان کې د دغې موسسې د کړنو ترسره کولو په پار له مېرمن فدایي څخه د مننې کولو سره زیاته کړه چې په افغانستان کې د امنیت په ټینګېدو او د بشري مرستو په شفافه او عادلانه توګه وېش په پام کې نیولو سره د ډونرونو لخوا دې بشري مرستې زیاتې شي او موږ له تاسو غواړو چې په دې برخه کې ډونرونه وهڅوئ.
سربېره پر دې، مولوي شرف الدین مسلم وویل چې اړتیا ده ترڅو هم په افغانستان او هم په جینوا کې د غیر نظامیانو پر ساتلو باندې د انسان دوستانه اغیزو رامېنځته کولو لپاره د ظرفیت لوړولو او د پوهې د کچې د لوړولو په پار کنفرانسونه او ورکشاپونه په لار واچول شي ترڅو د احتمالي بحرانونو په وخت کې له هغوۍ څخه ساتنه وشي. هغه زیاته کړه چې ماشومان د نښتو د اغیزو پر وړاندې ډېر زیانمنونکي دي او اړتیا ده ترڅو د هغوۍ لپاره په بېلابیلو اړونده برخو کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونه ترسره شي.

په پای کې دواړو خواوو پر راتلونکو ګډو کارونو باندې تینګار وکړ او د جینوا کال موسسې رییس وویل چې دغې موسسې خپل د پوهاوي ورکولو پلان چمتو کړۍ او دی وزارت ته به یې واستوي ترڅو د دې ادارې لخواد د دغه پروګرام د پلي کېدو په پار لازم نظرونه او وړاندیزونه وړاندې شي.

 

News


 

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .