800 زیانمنو او اړمنو کورنیو په کابل کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ترلاسه کړل

rahyab
Wed, Mar 30 2022 2:20 PM
News

کابل-د وړي10مه 1401
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت, د بشري مرستو په دوام کې, 800 زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړه. د دغو مرستو د وېش په پروګرام کې محترم ملاجانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رییس د مرستو د روڼتیا په اړه وویل چې نن 800 زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته په کابل کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه, چې هرې کورنۍ ته به له دغو مرستو یوه بورۍ غنم 50 کیلویي, یوه بورۍ وریجې 50 کیلویي, یو عدد سفري بستره او یو عدد د اوبو سطل ووېشل شي. ښاغلي سایق زیاته کړه: د ا.ا.ا له بریا څخه تر اوسه په ټول هیواد کې د ملي او نړیوالو موسسو په همکاري سره 161 زرو څخه زیاتو کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوي دي او دغه لړۍ روان ده. ورپسې ښاغلي مولوي محمد خوشحال زماني د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په کابل کې د بشري مرستو د وېش لړۍ په اړه وویل: د کابل په ولسوالیو کې د وېش لړۍ روانه ده او دغه مرستې نورو اړمنو ته هم وېشل کېږي.
News PhotoNews

 

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .