د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته د رسېدو په پار د ترکمنستان جمهوریت د بشري مرستو ۲۰ ټنۍ جوپه کابل ته راورسېده

rahyab
Sat, Jun 25 2022 2:41 PM
News

کابل- د چنګاښ ۴مه-۱۴۰۱
د ترکمنستان جمهوریت نن سهار، د یاد هېواد ۲۰ ټنه خوراکي، غیرخوراکي او لومړنۍ مرستې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې څخه زیانمن شویو ته د رسېدو لپاره د کابل نړیوال هوایي ‌ډګر له لارې د افغانستان سره مرسته وکړه.
د دې مرستو د سپارلو په پروګرام کې مولوي محمد نسیم حقاني د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس د افغانستان لپاره د ترکمنستان جمهوریت بشري مرستې مهمې وګڼلې او وویل: موږ به دغه مرستې د پکتیکا ولایت برمل او ګیان او د خوست ولایت د سپېرې ولسوالیو د زلزلې له امله زیانمن شویو ته په شفافه توګه ووېشو.
ورپسې خواجه عوضزوف په کابل کې مېشت د ترکمنستان جمهوریت سفیر، زیانمن شویو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: د ترکمنستان هېواد د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شویو لپاره خوراکي، غیرخوراکي او لومړنۍ مرستې د ا.ا.ا سره مرسته کړې. نوموړي زیاته کړه چې دغه مرستې بسنه نکوي او په راتلونکي کې به د افغانستان خلکو سره لا زیاتې مرستې ترسره شي.
News pictureNews picture





 

News

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .