په کندهار ولایت کې د ارولګېدنې له امله ۵ زیانمنو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۵ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۱۰۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۱ پلاستیکي سطل او ۲ جوړه څپلکې ترلاسه کړې.