په لغمان ولایت کې ۳۸ زیانمنې کورنۍ له خوراکي مرستو برخه منې شوې

د WFP موسسې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، ۳۸ کورنیو ته چې د یاد ولایت مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ هرې کورنۍ ته له سروې وروسته اوړه، غوړي، دالنخود، حلوا او بسکوټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره