په کابل کې د بشري مرستو د لړۍ په ترڅ کې؛ ۲۵۰ زیانمنو کورنیو، معلولینو او نابینایانو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

rahyab
Sun, Nov 10 2024 4:34 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او ویاند، محترم الحاج مولوي محمد عبدالله جان سایق، په داسې حال کې چې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم مولوي نجیب الله انوري، هم شتون درلود، وویل: له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بشري مرستو د وېش بهیر د زیانمنو او بې‌وزله کورنیو لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې روان دی.
محترم سایق زیاته کړه چې نن د ۲۵۰ زیانمنو کورنیو، معلولینو او نابینایانو لپاره یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، یوه بورۍ ۲۵ کیلويی وریجې، یو فامیلي کېټ او ۱۰ کلچې صابون ووېشل شول.
نوموړي د ژمي په موسم کې د پېښو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې موږ په ټول هېواد کې د ژمي موسم احتمالي پېښو له امله ټولو زیانمنو ته د رسیدنې لپاره چمتو یو.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه د خوښۍ او مننې څرګندونې وکړې او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Sep 07 2025 9:08 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority had a Meeting with the Japanese Ambassador to Afghanistan

Today, in afternoon, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with Mr. Takayoshi Kuromiya, the Japanese. . .

Sun, Sep 07 2025 4:57 PM
Background image

An MoU was Signed Between ANDMA and International Catholic Charity Organization for $1,040,702

Today in morning, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority (ANDMA), met with Mr. Branun Moore, representative. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .