له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د تېرو مرستو په دوام یو ځل بیا په کابل کې ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Tue, Nov 19 2024 12:29 PM
تصویر خبری

نن سهار، سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ملا جانان سائق، د بېړنیو عملیاتو رئیس قاري خوشحال زماني او د خبریالانو په ګډون، په کابل ولایت کې د پېښو له امله ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
محترم ترابي صاحب وویل چې د تېرو مرستو په دوام، د هغو مرستو تر څنګ چې د موسسو په همکارۍ ترسره کېږي، له پیښو سره دمبارزی  امادګی ملی  اداره هم  ډېری وختونه په اونیز ډول د پېښو له امله زیانمنو ته د خوراکي او غیر خوراکي مرستو وېش ترسره کوي. نوموړي زیاته کړه چې نن ورځ ۵۰۰ کورنیو ته چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پېښو له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیر خوراکي مرستې چې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، دوه جمپرونه او یوه کمپله پکې شامل دي، هرې کورنۍ ته وېشل سولی . نوموړي په دې ترڅ کې د مرستو د بهیر د شفافیت او د موسسو او مرستندویو بنسټونو سره د تفاهم‌نامو د لاسلیک یادونه هم وکړه. هغه زیاته کړه چې د راتلونکي ژمي په جریان کې به نه یوازې په کابل، بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې هغو کسانو ته چې د پېښو له امله زیانمنېږي، پر وخت سره   مرستې ورسوه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له زیانمنو خلکو سره خواخوږۍ څرګنده کړه او هغوی ته یې وویل: "دا مرستې اوس مهال زموږ په واک کې دي او تاسو ته مو ووېشلې او په راتلونکي کې هم هڅه کوو چې نورې مرستې هم درته برابرې کړو."
د یادونې وړ ده چې د دې مرستو ترلاسه کونکو له مسؤلینو مننه وکړه او د دې پروسې د دوام او زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sat, Sep 06 2025 12:45 PM
Background image

Distribution of Non-Food Aid to 300 Earthquake-Affected Families in Kunar Province’s Diwa-Gul Valley

A joint committee from the Kunar Province Disaster Management Directorate and the Directorate of Labor and Social Affairs, with the support of the Khairul Umma Foundation, distributed. . .

Sat, Sep 06 2025 9:57 AM
Background image

Distribution of Non-Food Items to 50 Earthquake-Affected Families in Kunar Province

Afghanistan National Disaster Management Authority, with the support of one of its operational partners, the Agha Khan Foundation for Habitat, distributed five types of non-food items. . .

Thu, Sep 04 2025 9:53 AM
Background image

The process of setting up tents in multiple locations to provide temporary shelter for earthquake victims in Kunar province is underway 

Since yesterday, Afghanistan National Disaster Management Authority, utilizing its available resources and in collaboration with its partners, has initiated the installation of tents in. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .