د اورلګېدنې د مخنيوي د دايمي تخنيکي کمېټې غونډه ترسره شوه

rahyab
Wed, Feb 12 2025 6:36 PM
News image

 د اورلګېدنې د مخنيوي د دايمي تخنيکي کمېټې غونډه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د خطرونو د مخنیوي او کمولو ریاست د رئيس ملا نورمحمد بدري په مشرۍ د اطفایه لوی ریاست، د افغان بیمې شرکت، د کابل ښاروالۍ او د تیلو او ګازو د تنظیم ریاست د مسؤلینو په ګډون د يادې کمېټې د کاري راپورونو په اړه ترسره شوه.
 په دې غونډه کې، د اورلګېدنې د مخنیوي د عملیاتي پلان د تطبیق، په پمپ سټېشنونو کې د ترسره شویو تدابیرو او احتیاطي تدابیرو په اړه د ادارو د راپورنو د وړاندې کولو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه د سوداګریزو مرکزونو او پمپ اسټیشنونو د سروې او پلټنې ټیم د راپور له مخې، د کابل ښار په ۱۴ او ٥ ناحیو کې ٥٥ پمپ اسټېشنونو سروې او پلټنه ترسره شوه. چې له جملې څخه یې ١ معیاري پمپ اسټېشن، ٦ نیمه معیاري پمپ اسټېشنونه، ۳۱  نسبی معیاري پمپ اسټېشنونه او ۱۷ غیر معیاري پمپ اسټېشنونه په نښه شول او مالکینو ته یې لازمې لارښوونې ورکړل شوی
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې چمتو شوی راپور دې د اقتصادي معاونیت محترم عالي مقام ته واستول شي. دغه راز څلور پمپ اسټېشنونه چې په تېره غونډه کې غیر معیاري په نښه شوي وو، د اقتصادي معاونیت محترم عالي مقام د حکم له مخې د یکشنبې تر ورځې وخت ورکړل شو، چې د نه معیاري کېدو په صورت کې به وتړل شي.

 نېټه: ١٤٤٦/٨/١٣
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .