د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ګبیوني دیوالونو د جوړېدو له پروژو  څخه څارنه وکړه

rahyab
Sat, Apr 12 2025 3:46 PM
news image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت د بټي‌کوټ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ګبیوني دیوالونو د جوړېدو له درېیو پروژو  څخه څارنه وکړه. دا پروژې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې موخه یې د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د سیلابونو له خطرونو څخه د هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو ساتنه ده.
دا ګبیوني دیوالونه چې ټولټال ۵۲۳ متره اوږدوالی لري. تر اوسه یې ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي، او تمه ده چې تر راتلونکو لسو ورځو به یې کارونه بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژو د پلي کېدو پر مهال لسګونو ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې، چې د سیمې پر اقتصادي وضعیت یې مثبته اغېزه کړې ده.
همداراز، د پروژو له بشپړېدو وروسته به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او هستوګنیز کورونه د سیلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي پاتې شي.
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین وايي چې د یادو پروژو پلي کېدل له نږدې څاري، ترڅو چارې یې په کره ډول او د اړتیا سره سمې ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۴ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .