د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٤٠٦ کورنیو ته ٤,٣٠٢,٣٦٠ افغانۍ نغدې پیسې ووېشلې

له پېښو د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز اړوند ١٤٠٦ زیانمنو نکو او اړمنو کورنیو ته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د ٤٣ امریکایي ډالرو معادل ٣,٠٦٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٤,٣٠٢,٣٦٠ ( ٤ میلیونه، ٣٠٢ زره او ٣٦٠ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱١/١ هــ ق
له پېښو د مبارزې آمادګۍ ملي اداره