د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۷ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AKAH موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په برکه ولسوالۍ کې ۵۷ هغو کورنیو ته چې د سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته د کورونو جوړولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له یادې جملې ۲ کورنیو ته د لومړي قسط، ۲۲ کورنیو ته د دویم قسط او ۳۳ نورو کورنیو ته د درېیم قسط هرې کورنۍ ته ۵۶,۷۵۷ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۳,۲۳۵,۱۸۰ (۳ میلیونه ۲۳۵ زره او ۱۸۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۹ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره