د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM او WFP سازمانونو په همغږۍ، د یاد ولایت په چک او نرخ ولسوالیو کې د وروستیو ویجاړوونکو سیلابونو له امله ٤٧ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې د میؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ٢٠٠ کیلو اوړه، ٢٥ کیلو دال، ٢٠ لېټره غوړي، ٢ کیلو مالګه، ٢ کیلو بیسکویټ، ٣ کیلو LNS، ٦ کیلو WSB، ٣ تختې کمپلې، ١ د پخلنځي سیټ، ١ تخته فرش، ١ جارو، ٣ عدده د اوبو بوشکې، ١ د لمریزې برېښنا هنداره او ١٦ کورنیو ته، په پورتنیو مرستو سربېره د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته یو باب خېمه هم ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست؛ رییس، له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ورسره يې د لا نورو مرستو د کولو ژمنه وکړه.
نېټه: ١٤٤٧/١/٧ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره