د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ٧٨ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

په دې لړۍ کې د ٥ شهیدانو هرې کورنۍ ته ٢٠,٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ورته یولک (١٠٠,٠٠٠) او د ٧٣ ټپیانو هرې کورنۍ ته (١٠,٠٠٠) افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ورته اوه سوه او دېرش زره (٧٣٠,٠٠٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د دې مرستو د وېشلو مراسمو کې، د لغمان د والي مرستیال، مفتي محمد یوسف جمالزي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ريیس، قاري خیر محمد غازي او د سیمه ییزو ادارو یو شمیر مسؤلینو ګډون درلود.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/٢٧ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره