د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ډنډي غوري ولسوالۍ کې د یو پلچک د جوړولو چارې پیل کړې

rahyab
Tue, Oct 07 2025 1:54 PM
news image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ډنډي غوري ولسوالۍ د بغلان او مزارشریف په عمومي سړک د خواجه الوان په سیمه کې د یو پلچک د جوړولو چارې د ۳.۹ مترو په اوږدوالي، ۲.۶۰ مترو لوړوالي، ۱.۵ متره سور او د ۸۸۷.۹۱۶ متره حجم په درلودلو سره پیل کړې. 
دا پروژه د سېلابونو د خطرونو او زیانونو کمولو، د هستوګنیزو کورونو او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه د یو میلیون (۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو په لګښت، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم پر بیسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او د قراردادي شرکت له لوري پیل شوه. 
د یادونې وړ ده، چې د یاد پلچک د پرانستنې په مراسمو کې د ولایت مقام محترم مرستیال، د ټولګټو ریاست محترم رئیس، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسؤلینو شتون درلود، چې له امله یې ځایي اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او له یادو مسؤلینو څخه یې مننه وکړه. 

نېټه:۱۴۴۷/۴/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .