د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ډنډي غوري ولسوالۍ کې د یو پلچک د جوړولو چارې پیل کړې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۵۴
news image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ډنډي غوري ولسوالۍ د بغلان او مزارشریف په عمومي سړک د خواجه الوان په سیمه کې د یو پلچک د جوړولو چارې د ۳.۹ مترو په اوږدوالي، ۲.۶۰ مترو لوړوالي، ۱.۵ متره سور او د ۸۸۷.۹۱۶ متره حجم په درلودلو سره پیل کړې. 
دا پروژه د سېلابونو د خطرونو او زیانونو کمولو، د هستوګنیزو کورونو او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه د یو میلیون (۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو په لګښت، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم پر بیسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او د قراردادي شرکت له لوري پیل شوه. 
د یادونې وړ ده، چې د یاد پلچک د پرانستنې په مراسمو کې د ولایت مقام محترم مرستیال، د ټولګټو ریاست محترم رئیس، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسؤلینو شتون درلود، چې له امله یې ځایي اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او له یادو مسؤلینو څخه یې مننه وکړه. 

نېټه:۱۴۴۷/۴/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې او ارګون ولسوالۍ په عمومي سړک د غره د یوې تر خطر لاندې لاندې برخې د تخریب چارې روانې دي

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز او ارګون والسوالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۱
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ١١٦ مستحقو کورنیو ته د خوراکی او غیری خوارکي توکو مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري د لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونو له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبازرې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند ١١٦ مستحقو کورنیو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو پر وخت ترسره کولو او د اسانتیا په موخه د مرکزي او ولایتي ریاستونو لپاره ۴۴ عرادې موټرسایکلونه وپېرل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، دې ادارې په ښه توګه د کاري چارو پرمخ وړلو او د دندو د پر وخت ترسره کولو په موخه، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .