د پنجشیر ولایت په مرکز کې د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې رسما پیل شوې

د عالیقدر امیر المؤمنین حفطه الله د حکم له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په خاص بازارک سیمه کې د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې، چې تمویلوونکې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده، د ۳۰ مترو په اوږدوالي سره د اوه سوه او دوه پنځوس زره او دوه سوه او پنځه اتیا (۷۵۲،۲۸۵) افغانیو په لګښت پیل کړې.
د یادې پروژې د پرانستنې مراسم، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د محترم رئیس، د کلي د سپین ږیرو او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول.
د یادونې وړ ده، چې د یاد استنادي دیوال په جوړولو سره به د سیمې د وګړو کرنیزې ځمکې او نور تأسیسات خوندي او د طبیعي پېښو له احتمالي خطرونو څخه به وژغورل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره