د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حرفوي زده کړو۸۰ تنه زده کوونکو ته نغدې پیسې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، هغو ۸۰ تنه زده کوونکو ته نغدې پیسې ووېشلې، چې د موبایل جوړولو، د سولر سیستم د ترمیم او نصب، سلمې دوزۍ او کلچې پخولو په برخه کې یې حرفوي زده کړې بشپړې کړې.
په دې لړۍ کې هر زده کوونکي ته ۷,۱۴۴ افغانۍ نغدې پيسې ورکړل شوې، چې ټولټال ۵۷۱,۵۲۰ افغانۍ نغدې پیسې د هغوی لپاره ځانګړې شوې وې.
دا نغدې مرستې د حرفوي زده کړو د ملاتړ او د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
