په کندز ولایت کې د تېرې ورځې زلزلې له امله ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشل شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د تېرې ورځې زلزلې له امله ۲ تنه ټپیانو ته چې ټپونه یې زیات وو، نغدې مرستې ووېشلې.
دا مرسته د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي شفیق الله جواد له لوري په داسې حال کې چې په روغتون کې یې د ټپیانو له وضعیت څخه لیدنه درلوده، د عامې روغتیا د رئیس او د هغه د مل پلاوي په شتون کې هر ټپي کس ته لس زره (۱۰,۰۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له مسؤلینو قدرداني وکړه او د اسلامي نظام د بقا لپاره یې دعا وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
