د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په لارښوونه، د دې ولایت اړوند ۵۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ غنم، یوه بورۍ وریجې او ۳ کیلو غوښه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
