د ارزګان ولایت د چوري ولسوالۍ د سیفون چینې کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه 

rahyab
Tue, Dec 23 2025 11:06 AM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د چوري ولسوالۍ اړوند د سیمې کرنیزې ځمکو ته د اوبو رسونې لپاره د سیفون چینې د کانال جوړولو د بنسټ ډبره کېښوه.

په دې مناسبت جوړ شویو مراسمو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، قاري حضرت الله امدادالله او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو، مشرانو او خلکو ګډون وکړ او د کانال جوړولو دا پروژه د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل کېږي.

سیمه‌ ییزو خلکو د پروژې د پیل هرکلی وکړ، خوښي یې وښوده، له مسؤلینو یې مننه وکړه او ویې ویل چې د کانال جوړلو پروژه به د سیمې کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسونې اساسي ستونزه حل کړي. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .