د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له پاکستان او ایرن څخه په اجباري ډول را اېستل شویو راستېدونکو ۲۵۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۴ کیلو بوره او یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
