د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۱ زلزله ځپلو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي توکي، چرګان او د هغه خوراکه مواد ووېشل

rahyab
Tue, Jan 06 2026 12:11 PM
123

د اکټیډ (ACTED) او د VDT له موسسو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو موسسو په ملاتړ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۵۵ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي توکي او ۴۶ مستحقو کورنیو ته چرګان او د چرګانو لپاره خوراکه مواد ووېشل. 

د مرستو په دې لړۍ کې د ACTED موسسې له لوري ۱۵۵ کورنیو هرې یوې ته ۱ تخته دوه کسیزه کمپله، ۴ تختې یو کسیزه کمپلې، ۸ عدده د ماشومانو زیرپیراهنی، ۲ عدده نارینه پټو، ۲ عدد ښځینه ِټکري، یو جوړ نارینه بوټان، یو جوړ زنانه بوټان، ۶ جوړې د ماشومانو بوټان، ۴ جوړې نارینه جرابې، ۴ جوړې ښځینه جرابې، ۸ جوړی د ماشومانو جرابې، ۲ جوړې نارینه دستکشونه، ۲ جوړې ښځینه دستکشونه، ۲ عدده د هلکانو خولۍ، ۲ عدد جینکو خولۍ ووېشل شوې، او همدارنګه د VDT موسسې له لوري ۴۶ کورنیو هرې یوې ته ۱۰ چرګان، چې پکې ۸ چرګې او ۲ نران چرګان شامل وو، ووېشل شول او یادو کورنیو ته د هر چرګ لپاره ۲ کیلو خوراکه مواد هم ورکړل شول.

د مرستو‌ اخیستونکو کورنیو له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او له یادو موسسو څخه د یادو مرستو په پار مننه وکړه او د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .