د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یوې مستحقې کورنۍ د بیړنۍ مرستې ووېشلې
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د محترم مقام سره په همغږۍ، د یاد ولایت اړوند یوې کورنۍ ته چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه له سروې وروسته خوراکي، غیر خوارکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې یادې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ باب خېمه، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۲ تختې کمپلې، ۱ د پخلنځي کيټ، ۱ د ژمنۍ البسې کيټ او ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي پيسې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
