د پنجشیر ولایت په رخه ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د تحکیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د رخه ولسوالي په پیاوشت کلي کې د یو ګبیوني دیوال د تحکیم چارې ټولټال د ۵۸۰،۰۰۰ زره افغانیو په لګښت له ۲۰ ورځې کار کولو وروسته بشپړې او د امارتي ادارو د یو شمير مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد ګبیوني دیوال د ۱۶ متره اوږدوالي، ۲ متره سور او ۸ متره لوړوالي په درلودلو سره، چې له امله یې د یاد کلي د تګ راتګ لاره د سېلابونو له احتمالي خطرونو څخه وژغورل شوه، رسما ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
سیمه ییزو مسؤلینو، د خلکو د همکاریو او د فعاله برخې اخیستنې د قدرداني ترڅنګ د دې اقدام ستاینه وکړه او دا کړنه یې د طبیعي پېښو د احتمالي خطرونو د کمولو برخه اغېزمنه یاده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۸ هـ ق
له پښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
