د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۷ شهیدانو ورثه او ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په یاد ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د ۷ شهیدانو ورثه او ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د هر شهید ورثه ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ او هر ټپي شوي کس ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال نوي زره (۹۰,۰۰۰) افغانۍ د هغوی لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
