په پروان ولایت کي د طبیعې او غیر طبیعې څخه زیانمن شویو ته نغدي او غیر نغدي مرستي وویشل شوی.

rahyab
Thu, Jan 16 2020 12:20 PM
6

مطیع الله صافی د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او ادارې مرستیال، له طبیعي او غیر طبیعې پیښو څخه زیانمن شویو سره د مرستي په موخه له دولتي پلاوي سره پروان ولایت ته ولاړ او د پروان ولایت والي فضل الدین عیار، د پروان ولایت مقام مرستیال، د ولایتي شورا مرستیال، د دولتي اداراتو رییسانو، مدني ټولنو نهادونو، او یو شمیر مشرانو سره لیدنه او خبري وکړي.
دا پروګرام چي له طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله زیانمن شویو ۴۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو او ۴ میلیونه افغانیو د ویش لپاره د پروان ولایت مقام د کنفرانسونو په تالار کي ترسره شوي وو، مطیع الله صافی د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال، سره د پروان ولایت والي ډګرجنرال فضل الدین عیار، د ولایتي شورا مرستیال، د دولتي ادارو رییسانو، مدني ټولنو نهاد په کي ګډون وکړ.
د پروان ولایت والي فضل الدین عیار، مطیع الله صافی ته په ښه راغلاست سره د پیښو مدیریت په برخه کي د هغه د سالم مدیریت او فعالیتونو څخه د ستایني پر مهال وویل: دغه مرستي ۲۴۶ کورنیو ته چي کورونه یی د سیلاب له امله ویجاړ شوې وو، وویشل شوي او همدارنګه ۱۸۸ کورنيو ته چي د موټر بمب برید له امله زیانمني شوې وی د پیښو پر وړاندي چمتووالي اداری لخوا خوراکي توکي وویشل شوي.
د پروان ولایت والي په ۱۳۹۹ کال کي د عام المنفعه پروګرامونو پلي کولو ته په اشاری سره وویل: دا ولایت د بیلابیلو طبیعي پیښو له امله زیانمن دی او د مالي او اداري مرستیال څخه د لا زیاتو وقایوي پروژو (استنادي دیوارونو او د کانالونو لارو پاک کول) د پلي کیدو غوښتونکي شو.
وروسته مطیع الله صافی د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: افغانستان د جغرافیایی موقعیت له هکله چي لري یی د طبیعي پیښو څخه اغیزمن دی چي همدي لپاره د وزارت د پیښو زیانمنتوب اطلس یی د IMMAP دفتر سره په همکاری یی جوړ کړی چي د هغه پر بنسټ یی وقایوي پروګرامونه د هیواد په کچه د خطرونو د کمولو لپاره پلي کوي.
د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال په پروان ولایت کي د روان کال په لړ کي د پلي شویو پروژو تعداد ته په اشاری سره وویل: دا وزارت د پروان ولایت سیمه ایز حکومت سره د عام المنفعه او بنسټیزو پروژ په پلي کیدو کي د خطرونو کمولو په برخه کي همکاری ته چمتو دی.ښاغلي صافی په روان ژمي کي د احتمالي پیښو ته د رسیدو لپاره پلان شویو فعالیتونو په بیانولو سره د پروان سیمه ایز حکومت ته په ۱۳۹۹ کال کي د پروان ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست اداري تعمیر رغول، د جوړښت زیاتوالی او د لا زیاتو وقایوي پروژو د پلي کولو ژمنه ورکړه.
د پروګرام په اخیر کي مطیع الله صافی د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال د دولتي پلاوي سره د پروان ولایت والي لخوا وستایل شو.

12

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .